زموږ لیدلوری

د ډیجیټل زده کړې له لارې د ټولنې ځواکمنول

د پوهې اکاډمۍ نوښت هر چا ته تخنیکي زده کړه

زموږ لاره

د پوهې اکاډمي یو خپلواک ښوونیز نوښت دی چې په بشپړ ډول وړیا او خلاص تعلیمي سرچینې د ټیکنالوژۍ او راتلونکو ډیجیټل مهارتونو په برخه کې چمتو کوي. د پوهې (Poha) نوم زموږ د هغه باور ښکارندوی دی چې زده کړه د اقتصادي خپلواکۍ او په نړیوال انلاین بازار کې د فعالیت کولو لپاره یوازینۍ لاره ده.

موږ پر داسې مضامینو تمرکز کوو چې په نړیوال بازار کې ورته ډیره اړتیا لیدل کېږي؛ لکه د وېب پاڼو ډیزاین، پروګرامینګ، د معلوماتو تحلیل، انلاین خوندیتوب او د مصنوعي ذهانت مسلکي کارول. موږ غواړو دا معلومات په انګلیسي او خپله خوږه پښتو ژبه کې د یوه خورا واضح او اسانه فونټ (Vazirmatn) په مرسته وړاندې کړو ترڅو ژبني خنډونه زموږ د ځوانانو مخه ډیجیټل مهارتونو ته ونه نیسي.

ولې ډیجیټل سواد؟

لیرې کار او فریلانس سیسټم د دې لامل شوی چې هر څوک په کور ناست انټرنیټ له لارې د نړۍ له هر ګوټ څخه عاید ترلاسه کړي. د پوهې اکاډمي ستاسو لپاره همدا لومړنی پړاو دی ترڅو د مسلکي ودې په لور عملي ګام پورته کړئ.